ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور ارکړ، دپاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان له جیونیوز خبری چینل سره په خبرو کې ووئيل، اسرائيلی رژيم په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ بانډې په حملې سره په حقیقت کې د یوه خپلواکه هیواد پر خاورې حمله کړې ده چې په نتیجه ئې ئې د ایران یو شمیر پوځي سلاکاران شهیدان شوي دي.
هغه ټينګار وکړ، د ایران په ډيپلوماټيکو ځایونو باندې د اسرائيلو له تیریو وروسته ، دتهران غچ اخستل شوني وو، نو ځکه د صهیونیسټ رژیم په ضد د ایران د اسلامی جمهوریت پوځي عملیات ددوي روا حق او یو متناسب اقدام ؤ .
د پاکستان دفاع وزیر ووئيل، ایران د اسرائيلو په ضد په عملیاتو سره ددغه رژيم پوځي جغرافیا ترلاسه کړې ده او ددغه ټول ټاټوبی نقشه ئې ډيزاین کړې ده،نو ځکه د صهیونیسټانو له خوا هرډول نوی تیری یا اقدام به د دوي په ضرر تمام شي.
هغه ووئيل، د جنګ پراختیا د پاکستان پشمول پر ټولې نړۍ اغیزې شیندي او په داسې حال کې چې لوي قدرتونه داسرائيلو ملاتړي دي او هر هغه څه چې د ایران په ضد ترسره کیږي،له له دغه هیواد سره ددښمنیو دلیل ، له فلسطینه دایران د اسلامی جمهوریت ملاتړ دی .
د پاکستان دفاع وزیر دغه راز د ایران او پاکستان د دوو اړخیزو اړیکو په باب ووئیل، ددواړو هیوادونو اړیکې پیاوړي شوي دي او باؤري یوو ،پخپل مینځي سلامشورو او راشه دیرشه سره نود ګیسو د مشترکه پروژې د پرمخ بیولو چارې به ډیرې زر پیل شي. خواجه آصف په عین حال کې ټينګار وکړ، دغه هیواد خپله فیصله کړې ده او د پاکستان په خاورې کې د ګیس پایپ لاین د جوړولو جوګه دی او له ګوادر بندره د ایران تر پولې د ګیس پایپ لاین د جوړولو بهیر په نهائي کیدو دی .